د افغانستان بانک په شمال زون کې د افغانیو د ارزښت ساتلو او لوړولو په موخه؛ له څو کلن ځنډ وروسته، یو ځل بیا د افغانیو یوګون، دوه ګون او پنځه ګون کاغذي بانک نوټونه د چلښت وړ وګرځول.
په شمال زون کې د افغانستان بانک آمر مولوي ضیاءالرحمن مدني په دې اړه وایي:
« نن مو ۸۰۰۰ زره یوګون، دوه ګون او پنځه ګون په بانکونو باندې ویشلې دي، په راتلونکې پلان لرو، چې د شمال په بانکونو باندې درې میلیونه واړه بانکنټونه ووېشو.»
ورته مهال بلخ کې د یو شمېر خصوصي بانکونو مسوولین وایي، چې د وړو پیسو کمښت، له کلونو راپه دېخوا له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، چې له کبله یې کاروبار هم ټکنی شوی وو.
شمال زون کې د پښتني بانک مدیر مطیع الله ساپی په دې اړه وایي:
« دا بانک نوټونه د هېواد ملي ارزښت او هویت دی، په بازار کې اړتیا له حد نه زیاته ده، د مثال په ډول موږ له پېرېدونکي څخه همېش د برق په بېل کې پوروړیو یو، فرض مثال د بېل ۲۳۲۵ افغانۍ کېږي پنځه افغانۍ به یې پانې وې.»
په بلخ کې د افغانستان بانک آمریت د مالوماتو له مخې؛ د یوګون، دوه ګون او پنځه ګون کاغذي بانک نوټونو د بیا چلښت په لومړۍ ورځ نږدې ۸۰۰۰ زره افغانۍ په بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ووېشل شوې او د مسوولینو په وینا دغه لړۍ به تر درې میلیونه افغانیو پورې رسوي او په راتلونکو ورځو کې به دغه لړۍ، سمنګان او فاریاب ولایتونو ته هم وغځول شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27525